صفي الله محبت، عبد الحق وفا
Volume 2 Issue 1 | Dec 2025
DOI:
Views: 81
Total Downloads: 13
Download PDF
Abstract
د ټکنالوژۍ او کیفیت تضمین ترمنځ اړیکه په تحصیلي بنسټونو کې یو مهم او بنسټیز رول لري. هر څومره چې په تحصیلي مؤسسو کې د عصري ټکنالوژۍ څخه استفاده زیاته شي، په هماغه کچه د کیفیت تضمین بهیر پیاوړی، اغېزناک او مؤثر کېږي. دا یو څرګند حقیقت دی چې په وروستیو کلونو کې د ټکنالوژۍ کارونې د تدریس، څېړنې، او نورو علمي فعالیتونو په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی .د عصري ټکنالوژۍ کارونه نه یوازې د زده کړې اسانتیاوې زیاتې کړي دي، بلکې د تدریس نوې لارې چارې یې رامنځته کړي، او ادارې ته یې د اغېزمن مدیریت سیستمونه برابر کړي دي. دا پرمختګونه د تحصیلي برنامو د کیفیت لوړولو، او زدهکوونکو ته د نوښتګرانه زدهکړو د فرصتونو په برابرولو کې ګټور ثابت شوي دي .د عصري ټکنالوژۍ له مهمو برخو څخه انټرنېټ، انلاین زدهکړې، او د “Massive Open Online Courses (MOOCs)” پروګرامونه دي چې د زدهکړې او درسي موادو پراخ لاسرسي له لارې زدهکوونکو ته نړیوالې تعلیمي موقعې برابرې کړي دي. همدارنګه، نوې تدریسي تګلارې لکه مصنوعي ځیرکتیا (AI) او انلاین زدهکړې د زدهکړې تجربو ته نوي او نوښتګر ابعاد ورکړي دي. سره له دې، لا هم یو شمېر ننګونې شته، لکه د ټکنالوژۍ نه شتون، یا د کاروونکو د تخنیکي مهارتونو کمښت، چې د حل لپاره یې باید لازم او مشخص اقدامات وشي. دغه مروري مقاله هڅه کوي چې د ټکنالوژۍ او کیفیت تضمین ترمنځ اړیکه وڅېړي، او دا روښانه کړي چې څنګه د ټکنالوژۍ له لارې د تحصیلي پړاوونو کیفیت او اغېزمنتیا لوړېدای شي. دا مقاله پر بېلابېلو څېړنو او علمي موندنو تکیه کوي ترڅو د تعلیمي کیفیت د لوړوالي په برخه کې د ټکنالوژۍ مهم رول تشریح کړي.
کلیدي ټکي: د کیفیت تضمین، ټکنالوژي، انلاين زده کړې، نوې تګلارې