Skip to main content

په نړۍ کې د کیفيت د تضمين ماډلونه او په افغانستان کې د یادو ماډلونو د پلي کيدو فرصتونه، ستونزې او حل لارې

حسیب الله ایازي, حمید الله رحیمي, نقیب الله امیري, عصمت الله نېکزاد

Volume 2 Issue 1 | Dec 2025

DOI:

Views: 31

Total Downloads: 4

Download PDF

Abstract

د کیفیت تضمین د نړیوالو ماډلونو پېژندنه او په افغانستان کې د دې ماډلونو د پلي کېدو څرنګوالی د لوړو زده کړو په برخه کې یوه مهمه موضوع ده. دا څېړنیزه مقاله د کیفي-تحلیلي میتود په کارولو سره هڅه کوي چې د نړۍ د کیفیت تضمین مشهور ماډلونه لکه ISO، TQM،Six Sigma وړاندې کړي او په افغانستان کې د دې ماډلونو د پلي کېدو شونتیاوې، ننګونې او حل لارې وڅيړي. د څېړنې موندنې ښیي چې په افغانستان کې د کیفیت تضمین په برخه کې ځینې فرصتونه لکه د نړیوالو مرستو شتون، د ځوان او متخصص کادر موجودیت، د نړیوالو پوهنتونونو سره د همکاریو پراختیا او د ډیجیټلي زده کړو پراختیا شتون لري. خو په ورته وخت کې یو شمېر ننګونې لکه د مالي سرچینو کمښت، د متخصص کادر کمښت، د معیاري سیستمونو نشتوالی، د ټکنالوژۍ محدودیتونه او د فرهنګي توپیرونو شتون هم موجود دي. د دې ستونزو د حل لپاره د یو ملي سیستم جوړول، د نړیوالو معیارونو پلي کول، د متخصص کادر روزل، د ارزونې میکانیزمونو پیاوړي کول او د نړیوالو همکاریو پراختیا وړاندیز شوي دي. دا څېړنه د افغانستان د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو په برخه کې مهم رول لوبولی شي او د پوهنتونونو د نړیوال کېدو په لور یو ګام دی. د څېړنې پایلې ښیي چې د کیفیت تضمین نړیوال ماډلونه په افغانستان کې د پلي کېدو وړتیا لري، خو اړینه ده چې د هېواد له شرایطو سره سم تطبیق شي او د ټولو ښکېلو خواوو ګډون په کې تضمین شي. دا مقاله د پالیسي جوړوونکو، د پوهنتونونو د مسؤلینو او د راتلونکو څېړونکو لپاره د یوې مهمې سرچینې په توګه کارېدلی شي.
کلیدي کلیمې: د کیفیت تضمین، نړیوال ماډلونه، پوهنتونونه، معیارونه، څېړنې