Skip to main content

پوهنتونونو کې د اکاډمیک اعتبار ورکونې پروسه او د استاذانو د نوښتیزو برنامو د حالت تحلیل

محمد حسین میاخېل, حسیب الله ایازي

Volume 2 Issue 1 | Dec 2025

DOI:

Views: 22

Total Downloads: 1

Download PDF

Abstract

دغه څېړنه په پوهنتونونو کې د علمي اعتبار ورکونې پروسې او په یاده پروسه کې د استاذانو د نوښتیزو چارو او برنامو د وضعیت تحلیل ته ځانګړې شوې ده، د علمي اعتبار ورکونې پروسه د پوهنتونونو د ټولو علمي چارو د بشپړاوي او معیاري کېدو لپاره یوه دوامداره او پایله ورکونکې پروسه ده، پوهنتونونه د محصلینو مسلکي روزنې ترڅنګ د پالیسي سازو او نوښتګرو ادارو په حیث هم د ټولنې د پرمختګ په یون کې د کارنده کړنو د ترسره کولو رسالت په غاړه لري، زموږ د هېواد د پوهنتونونو ستونزه دا ده چې تر ډېره پکې استاذان د روزنې او ښوونې په برخه کې بوخت پاتې شوي دي، دا چې د اکاډمیک اعتبار ورکونې یا تضمین کیفیت پروسه د خپلو معیارونو په درلودلو سره د پوهنتونونو د اعتبار لوړولو لپاره یو سیستماتیک او اغېزمن بهیر دی، وخت په وخت د پایله ورکونکو کړنو په موخه کتنې او سمونې ته اړتیا لري، د یادې پروسی په اډانه کې د استاذانو د نوښتیزو چارو د ترسره کولو په موخه یو لړ بدلونونو ته اړتیا ده، چې د دې څېړنې موندنو د شته ستونزو حل لارې په ګوته کړي دي، دغه څېړنه په کیفي-تحلیلي او تشریحي – پرتلیز مېتود ترسره شوې، چې د وړاندیزونو په تطبیق او ترسراوۍ سره به یې پوهنتونونه د مسلکي ښوونې او روزنې ترڅنګ د پالیسي جوړونکو مرکزونو په توګه هم د هېواد په پرمختګ کې خپل کاري مسیر ومومي او په دې برخه کې به د پام وړ بدلون رامنځته شي.
کلیدي ټکي: اکاډمیک اعتبار، پالیسي سازي، پوهنتونونه، څېړنه، نوښت