عبدالجبار وحدت
Volume 2 Issue 1 | Dec 2025
DOI:
Views: 122
Total Downloads: 31
Download PDF
Abstract
د تضمین کیفیت برنامه په وروستیو کلونو کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوه، چې پایله یې تر ډېره پورې مناسبه او مثبته وه، یادې پروسې د لوړو زده کړو بنسټونه خپلې اساسي موخې (کیفیت) ته متوجه کړل، اړتیا ده چې په یاده برخه کې علمي څېړنې تر سره شي او پوهنتونونه د کمي کولو پر ځای تدریجا کیفي شي او په پایلو ولاړ تحصیلي نصاب او سیسټم په کې رامنځته شي، همدارنګه د تضمین کیفیت پروسه د پوهنتونونو د کیفیت او شهرت ساتنې، ستراتیژیک لومړیتوب ټاکنې، مثبتې سیالۍ او اوږدمهاله بقاء لپاره نهایت اړینه ده .
په دې څېړنه کې د تضمین کیفیت پروسې د غوره تطبیق لارې چارې لکه محصل محوري، مستقله اداره رامنځته کول، نور نهادونه په دې پروسه کې شریکول، یاد معیارونه له سره کتل، عملا د کار تقاضا په نصاب کې مدنظر نیول او همدارنګه د تضمین کیفیت پروسې په وړاندې خنډونه لکه سیاسي مافیا حاکمیت، د واحد نظرونو نه شتون، د مستقلې او بې پرې ادارې نه موجودیت، د سکورینګ نا مناسب سیسټم، او همداراز یاده پروسه له کاغذ څخه عمل ته داخلول په پوره بې طرفي او علمي شکل څېړل شوې دي.
د څېړنې د موندنو په اساس په افغانستان کې د کیفیت د تضمین پروسه د څېړنې د موندنو په اساس تر ډېره په کاغذي او نمایشي بڼه تر سره شوې او تاثیرات یې هم تر ډېره څرګند ځکه نه شول چې دا پروسه تر دوسیو پورې منحصره پاتې شوله.
په دې څېړنه کې د څېړنې له کیفي او کمي روشونو څخه ګټه پورته شوې ده او د یادې موضوع د دقیقې څېړنې په موخه پوښتنلیک ترتیب او پر مټ یې ځینې ارقام تر لاسه شوي، یاد پوښتنلیک د 220 کسانو له جملې څخه یې 200 کسانو ځواب کړی، چې ځواب ویونکي د تضمین کیفیت پروسې د عملي او حقیقي تطبیق غوښتنه کوي.
کلیدي کلیمې: کیفیت، معیار، تحقیق، نصاب، ستراتیژیک لومړیتوب