Skip to main content

د لوړو زده‌کړو نظام د کمزورتیا لاملونه او د تضمین کیفیت د معیارونو د پلي کولو د خنډونوتحلیل او حل لارې

دوکتور محمد عثمان روحاني, عبد الزاهد احمدي

Volume 2 Issue 1 | Dec 2025

DOI:

Views: 30

Total Downloads: 3

Download PDF

Abstract

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د کیفیت د تضمین د معیارونو او هغو ته د اعتبار ورکولو پلي کول کولی شي د زده‌کړې او تحصیلي خدمتونو کیفیت په لوړو زده‌کړو ادارو کې زیات او ښه کړي، خو د دې معیارونو د پلي کولو پر وړاندې ځینې خنډونه شتون لري. په دې مقاله کې هڅه شوې چې د کیفیت د تضمین د معیارونو د پلي کولو پر وړاندې د شته نظریو خنډونه تحلیل شي. د دې څېړنې اصلي موخه د لوړو زده‌کړو مؤسسو د کیفیت د تضمین د معیارونو او اعتبار ورکولو د پلي کولو پر وړاندې اساسي خنډونه پېژندل دي. په دې څېړنه کې د توصیفي او تحلیلي میتود په کارولو سره د افغانستان د لوړو زده‌کړو په مؤسسو او پوهنتونونو کې د کیفیت د تضمین د معیارونو د پلي کولو ننګونې او خنډونه څېړل شوي دي او همدارنګه په دې مقاله کې هڅه شوې چې د دې خنډونو د رفع کولو لپاره مناسبې لارې چارې هم وړاندې شي. په دې څېړنه کې له تحلیلي-توصیفي میتود او کړنلارې څخه استفاده شوې ده او همدارنګه له ځینو معتبرو علمي مقالو او وېب‌پاڼو څخه ګټه اخیستل شوې ده. د دې څېړنې د پایلو پر اساس ښودل شوې ده چې سیاسي، اقتصادي، د مغزونو تېښتونه، د لوړو زده‌کړو ادارو د خپلواکۍ نه‌شتوالی، په علمي چارو کې د غیرعلمي کسانو لاس‏وهنه،د نخبه‌ګانو بېرته کډوالي، د قوانینو نشتوالی او په افغانستان کې د نړیوالو د همکارۍ معطلول د کیفیت د تضمین د معیارونود پلي کولو عمده خنډونه دي.
کلیدي ټکي: د ضعف عوامل، د تضمین کیفیت معیارونه، د پلي کولو خنډونه، د لوړو زده‌کړو نظام